ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، وسله وال طالبان هر ځل نوي، سخت او نه منونکي شرطونه مخکې کوي، چې له امله یې د مذاکراتو بهیر په ټپه درېدلی دی.
افغان چارواکو د هند په مشرۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان (ایس سي او) آنلاین غونډې ته په وینا کې ویلي، په تاریخ کې هیڅکله د جګړې بندیان تر اوربند مخکې نه دي خوشي کړل شوي؛ خو افغان حکومت د وسله والو طالبانو له پنځو زرو څخه زیات بندیان خوشي کړل.
دوی زیاته کړې، چې وسله والو طالبانو له هغه تړونه سرغړونه کړې او تر اوسه بین الافغاني خبرو ته نه دي تیار شوي.
بل لور ته د ولسمشر غني سترسلاکار وحید عمر وایي، افغان حکومت د سولې د خبرو مخه نه ده نیولې؛ بلکه وسله والو طالبانو ته یې امتیازات ورکړي؛ خو یادې ډلې د امتیازاتو مقابل کې تاوتریخوالی زیات کړی.
د ولسمشر لومړي مرستیال د شانګهای د همکارۍ سازمان غونډې ته ویلي: ((موږ په دې باور یو چې ځینې حکومتونه باید د طالبانو پناه ځایونه ختم کړي چې هغوی نن هم خوند ځینې اخلي، د کوکنارو کرهنه دې ختم شي، ټول ترهګر دې د هغوی خپلو هېوادونو ته د یوې باوري تګلارې له مخې ولېږل شي، ریاستونه باید نیابتي وسلوالې ډلې ختمې کړي، چې طالبان یې مرسته کوي او دوی په افغانستان کې او بهر ترهګري کوي او نړیوال جهاد ته وده ورکوي.))
د سیاسي او نظامي چارو یو شمېر کارپوهان شاهنګهای غونډه کې د افغان چارواکو خبرې تاییدوي او وايي، وسله وال طالبان د نورو هېوادونو په خوله د سولې خبرې ځنډوي او د افغانانو وژنې ته دوام ورکوي.
د سیاسي چارو کارپوه پوهندوی اجمل احمدزی وايي، وسله وال طالبان د بندیانو د خوشي کیدا څخه وروسته باید سمدستي اوربند کړی وای؛ خو یادې ډلې د لا نورو امتیازاتو لپاره خپل وطنوال وژني او د قدرت په نشه کې دي.
د نظامي چارو کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل وايي، وسله وال طالبان د یو شمېر نورو هېوادونو د استخباراتو په مرسته د شریکو ګټو لپاره د افغان حکومت خلاف جنګیږي.
نوموړی، چې بین الافغاني مذاکراتو یوې پایلې ته د رسیدا لپاره خوشبیني نه لري وايي، د خبرو اترو روان بهیر باید تېزشي؛ تر څو د افغانانو د وژنې مخه ونیول شي.
په وروستیو کې ملګرو ملتونو، امریکا، پاکستان او د افغان حکومت په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې د بین الافغاني خبرو د بریالیتوب لپاره دې په افغانستان کې دایمي اوربند وشي، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته ځواب نه دی ویلي.